IQNA

 د شیخ محمود علی البناءد تلین په مناسبت دهغه یاد او خاطرې (فیلم)

10:06 - July 22, 2023
د خبر لمبر: 3487660
ایکنا(تهران) دجولائي شلمه نیټه پنجشنبې ورځې د مصر او اسلامی نړۍ د یوه ترټولو مشهور قاري شیخ محمود علی البناء د  رحلت  کلیزه ده.

ایکنیا د اخیار الیوم له قوله راپور  راکړ، دغه لوي قاري  د ۱۹۶۲کال ددسمبر په ۱۷نیټه  د مضر په شمال کې په منوفیه ولایت کې د شبین الکوم په شبرا باص کلی کې زیږیدلی ؤ. هغه قآن کریم د کلی په مکتب کې د شیخ موسی المنطاش په درس کې زده کړ او په یولس کلنۍ کې ئې قرآن کریم حفظ کړ. هغه وروسته د دیني علومو  دزده کولولپاره طنطا ښار ته لاړ او هلته ئې په الاحمدي جومات کې او دابراهیم بن سلام  مالکي په درس کې د قرآن کریم مختفوروایتونه هم زده کړل.

شیخ محمود علی البناء له ماشوموالي څخه د ؛ معجزې ماشوم؛ لقب ترلاسه کړی ؤ ،ځکه  چې له خپلې خوا ئې د قرآن کریم د لویو قاریانو په تیره بیا د شیخ محمد رفعت د تلاؤت په تقلید کې ډير غوره وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې چې  هغه آواز ته ئې ډير خوږلښت او خاص انداز ډالۍ کاوه. هغه همداراز د شیخ الشعشاعي ،محمد سلامه او السعودي   په څير دلویو قاریانو  دخوبیو  تقلید کاوه.

شیخ محمد علی البناء په ۱۹۴۵ کال کې قاهرې ته لاړ  او ډير زر د قاهرې په قاریانو او مشایخو کې مهشور شو و وروسته ئې په چټکۍ سره  د تجوید علم او مخلتف   برخې هم زده کړې  او په ۱۹۴۸ کال کې د مصر له ریډیو سره یوځای شو  او  دهغه  لومړنی تلاؤت  د هود مبارکې سورې ؤ چې  دهماغه کال په ستمبر کې  په ریډیو کې خپور شو.

 هغه  د قاهرې د ریډیو لپاره  دتلاؤت ډير ارزښتمن میراث پریښودلی دی او همداراز  د هغه په نورو آثارو کې  په ۱۹۶۷ کال کې  د قرآن کریم ترتیل دی او همداراز د عربستان اومتحده عربی اماراتو دریډیوګانو لپاره ئې هم دقرآن کریم تلاؤت  کړی دی.

شیخ النباء د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې  تلاؤت کړی دی چې په هغوې کې د  هغه ترټولو مشهور تلاؤت په مسجدالاقصی کې ترسره شوی دی. دغه شان  په نورو عربی اواروپائی هیوادونو کې هم دهغه ډيرو تلاؤتونو ته اشاره کولی شو.

 په دوام کې د نور مبارکې سورې  له لومړي تر لسم پورې د آیتونو  تلاؤت د مصر ددغه نامتو قاری شیخ محمود علی البناء  په زړه پورې غږ سره چې  په ۱۹۸۰کال کې ئې دمصر په امام حسین(ع) جومات کې  اجرا کړی دی ،ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4156582

 

captcha